د کورنیو چارو وزارت د ښونې او پرسونل معین کندهار ته تللی
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د ښونې او پرسونل معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي کندهار ته ولایت ته سفر کړی و او هلته یې د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له چارواکو سره په غونډه کې د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې سربېره د پرسونل د ښونې، روزنې او معیشتي وضعیت څرنګوالی ارزولی دی.
لوی پاسوال عبدالجبار پردلي د دې سفر په لړ کې په کندهار کې له مېشتو پولیسو سره له هغې ډلې له عامه امن، سرحدي، عامه ساتنې، د پاسپورټ او د بشري سرچینو له ځنیو برخو لیدنه کړې او دوی ته یې د چارو د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.
ښاغلي پردلي د پولیسو ښونه او روزنه د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ له لومړیتوبونو یاد کړه او د اړونده برخو مسوولینو ته یې پدې برخه کې پر جدي پاملرنه ټینګار وکړ.
د دې سفر په درشل کې د کندهار ولایت د پولیسو ځینې منسوبین او سربازان چې په خپلو چارو کې يې وړتیا ښودلې وه، د کورنیو چارو وزارت د ښونې او پرسونل د معین لخوا په مادي او معنوي ډول ونازول شول.
د یادونې ده چې ښاغلي پردلې د کندهار له والي سره هم کتلي او پدې کتنه کې يې د کندهار د پولیسو او ملکي چارواکو ترمنځ د همغږي په زیاتوالي ټینګار کړی دی.