خوست کې یو شمېر چاودېدونکي توکي او مهمات ضبط شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۹:۳۱
5

تېره ورځ د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو شمېر چاودېدونکي توکي او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
په یادو ضبط شویو توکو کې درې بکسې د دهشکې ګولۍ، یو د پیکا شرید، یو کړۍ بشکه يي ماین او دوه عرادې موټرسایکلونه هم شامل دي.
د یادونې ده چې د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.