جوزجان کې ۱۵ ترهګر طالبان د خپل لاس ماین چاودنې له امله ووژل شول
تېره ورځ د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې ۱۵ ترهګر طالبان د خپل لاس ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.
همداراز پدې چاودنه کې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال هم ټپي شوی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوه، چې یادو ترهګرو غوښتل د مردیان ولسوالۍ پر لاره ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.