خوست کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی

نن د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو په یاده سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.