جوزجان کې د قرقین ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۴ ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي
![r](/sites/default/files/2019-10/73320459_1485694924901733_5376065123372761088_n_11.jpg)
تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د جوزجان ولایت په مُردیان ولسوالۍ کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې ترهګرو طالبانو ته د درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې نښتې په لړ کې د قرقین ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د یادونې ده چې دوه نورو ترهګرو طالبانو غوښتل د شبرغان – مزارشریف پر لاره ماین ځای پر ځای کړي، چې پرې چاودلی او په ترڅ کې یې دواړه وژل شوي دي.