ننګرهار کې د نشه يي توکو یوه لویه محموله کشف او له منځه یوړل شوه
تېره شپه د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو له هوايي ځوکواکونو سره یو ځای په اچین ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو یوه لویه محموله کشف او له منځه وړې ده.
یاده ۳۵۰۰ کیلو ګرامه د چرسو محموله د اچین ولسوالۍ له تریلي کلي کشف او له نشه يي توکو سره د مبارزې د قانون له مخې له ارزونې وروسته له منځه وړل شوې ده.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د نشه يي توکو د کر، پلور، پروسېس او قاچاق په وړاندې په تینګه درېدلي او پدې برخه کې په جدیت سره کار کوي او د له منځه وړو لپاره به یې له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.