د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د تخار پولیس وستایل.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۸:۵۴
h

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ له منسوبینو لیدنه وکړه.
لوی پاسوال عبدالصبور قانع له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تخار ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د ستایلو وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې پدې وروستیو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تخار کې ترهګر په بېساري ډول وځپل او د دوی ګڼ شمېر پټنځایونه یې له منځه یوړل.
ښاغلي قانع تخار مېشتو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په بشپړ ډول د دوی امنیت وساتي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو او فرصتونو درېغ ونه کړي.
پدې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ځینې منسوبین د دوی د مېړانې او سرښندنې له امله د مډالونو او ستاینلیکونو په ورکړې وستایل.