ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم ډلمشر ونیول شو.

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم ډلمشر نیولی دی.
یاد کس "ابراهیم" نومېږي او په جلال اباد ښار کې یې په بېلابېلو ترورېستي قضیو کې لاس درلود.
له دې کس څخه یو شمېر مهمات هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.