ننګرهار کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۹:۸
ا

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په روداتو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو او هیرویینو له ډوله کشف او ضبط کړي دي.
همداراز له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په جلال اباد ښار کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پنځه کیلو ګرامه امفتامین کشف او ضبط کړي دي.
د دې قضیو په تړاو درې تنه نیول شوي دي.