د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون په عمومي ریاست کې یوه کتابخونه پرانیستل شوه.
نن مازدیګر د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د پلان او اوپراسیون په عمومي ریاست کې یوه مجهزه کتابخونه پرانیستله.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي چې له دې کتابخونې لیدنه وکړه ویې ویل، چې دا کتابخونه به د پلان او اوپراسیون د عمومي ریاست د منسوبینو د پوهاوي کچې په لوړولو کې موثره او مثمره واقع شي.
ښاغلي اندرابي وویل، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي، څو د هر پولیس منسوب د خبرونې او د پوهاوي کچې د لوړولو په هدف مجهزې کتابخونې د دوی په اختیار کې ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت چې د دې کتابخونې په پرانیسته کې ګډون کړی و زیاته یې کړه، چې کتاب او مطالعه د هر انسان د ژوند روښانه څراغ او لارښونه ده او له دې کبله اړتیا ده، څو هر پولیس منسوب ته د مطالعې زمینه برابره شي.
ښاغلي سعادت د دې کتابخونې پرانیسته د بسنې وړ ونه بلله او ویې ویل، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري به د ولایتونو په قومندانیو کې د لا زیاتو کتابخونو په جوړولو تمرکز زیات کړي.