د کونړ پولیسو د ټاکنو د امنیت ساتنې ډاډ ورکړ.
تېره ورځ د کونړ ولایت امنیتي چارواکو د شپږم د تلې ولسمشرۍ ټاکنو په هدف امنیتي غونډه جوړه کړه.
دا غونډه د کونړ ولایت د امنیه قومندان سمونوال شفیق الله سهار په مشرۍ جوړه شوې وه او د دې ولایت ګڼ شمېر امنیتي مسوولینو پکې ګډون کړی و.
د کونړ ولایت امنیه قومندان د ټاکنو د امنیت ساتنې په تړاو له راغلو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د ټاکنو په ورځ باید ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه کونړ مېشتو ته په ټاکنو کې د ګډون په هدف امن فضا رامنځته کړي او هېچاته د خنډ رامنځته کولو اجازه ورنه کړي.
له دې غونډې وروسته سمونوال شفیق الله سهار د کونړ ولایت له نرنګ، څوکۍ، نورګل، خاص کونړ، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو هم لیدنه وکړه او د ټاکنو د ولایتي خپلواک کمېسیون چارواکو ته یې هم د امنیت ساتنې ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي سهار امنیتي او دفاعي مسوولینو او ځواکونو ته په ټاکنو کې پر بېطرفۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هېڅوک د دې حق نه لري چې په ولسي پروسو کې مداخه وکړي.