تخار کې د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله ونیول شوه.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۵۲
ب

د تخار ولایت پولیسو په تالقانو ښار کې د یوې ښځې په ګډون د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو یوه میاشت دمخه یوه ښځه له تالقانو ښاره لومړی تښتولې او وروسته یې د کندز په چهار دره ولسوالۍ کې پر یوه سړي پلورلې ده.
دې کسانو په لومړنیو څېړنو کې منلې چې دا ځل یې هم غوښتل په تالقانو کې په انسان تښتونې لاس پورې کړي.