پولیسو ۱۷ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي.

تېره ورځ ملي پولیسو ۱۷ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور له کابل، هرات، فاریاب، نیمروز، خوست، هلمند او پکتیکا ولایتونو څخه نیولي دي.
یاد کسان د وسایطو د وسله والو غلاو، شکونو، ځورونو، لارنیونو او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څو میله بېلابېلې وسلې او یو شمېر غلا شوي اجناس د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز غلو تېره ورځ د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو یو موټر تښتولی و، چې د دویمې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا ونیول شو او څښتن ته یې وسپارل شو.