۱۰۶ تنو افسرانو د معلوماتي ټکنالوژۍ له شپاړلسمې دورې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۲:۴۵
ی

دوشنبه له غرمې وروسته مهال ۱۰۶ تنو افسرانو د کورنیو چارو وزارت د کمپیوټر، مخابرې او امنیتي کمرو د ښونیزې او روزنیزې برنامې له شپاړلسمې دورې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

پدې تړاو د کورنیو چارو وزارت په تالار کې کومه غونډه چې جوړه شوې وه. په سر کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي هم له وخت سره سم پر ځان عیارولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې معلوماتي ټکنالوژي د اوسني وخت اړینه اړتیا ده او د دې برخو د روزلو لپاره کورنیو چارو وزارت کې بنسټیزې برنامې په لاره اچول شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او ټکنالوژۍ رییس مل پاسوال فرید همکار د دې برنامې فارغینو ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې ریاست هڅه کوي، څو د کورنیو چارو وزارت ډېری ملکي او نظامي کارکوونکي پدې روزنیز کورس کې شامل شي.

د غونډې په پای کې د دې کورس فراغینو ته د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لوري تصدیق لیکونه او ستاینلیکونه ووېشل شول.