د سمنګان ولایت د عالمانو شورا او متنفذینو له پولیسو خپل ملاتړ څرګند کړ.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۵:۳۰
ل

نن سهار د سمنګان ولایت د عالمانو شورا، متنفذینو او قومي مشرانو د سمنګان ولایت له امنیه قومندان سره غونډه درلوده. پدې غونډه کې راغلو مشرانو له ترهګرۍ او جنايي جرمونو سره د مبارزې او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پولیسو فعالیتونو د ستاینې وړ وبلل.
عبدالعلیم مبارز د سمنګان ولایت د عالمانو شورا مرستیال له ملي پولیسو د ملاتړ تر څنګ؛ دوی یې د هېواد رښتیني او غښتلي مدافعان یاد کړل او له دوی یې ملاتړ د ټولو سمنګان مېشتو ملي او دیني دنده یاد کړه.
د سمنګان ولایت امنیه قومندان هم له دیني عالمانو او سمنګان مېشتو د پولیسو د ملاتړ په موخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د امنیت ټینګښت او له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.