د انار درې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال او استخباراتو د مسوول په ګډون ۳۵ ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۴:۱۰
ب

تېره شپه د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
په دې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال سید عظیم او د انار درې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د استخباراتو د مسوول عصمت الله چې په انس مشهور دی په ګډون ۳۵ ترهګر طالبان وژل شوي دي.