کابل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د اړیکو لرلو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۸:۵۵
ی

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د ۱۹ حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د اړیکو لرلو په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل وسله او یو ټوک پاکستانی پېژندکارت هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.