پولیسو ۲۲ تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۹:۵۴
ی

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په فاریاب، کندهار او میدان وردګو ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه له ترهګرو طالبانو او حقاني شبکې سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له دې منځه ۱۷ تنه د فاریاب ولایت د لومړۍ حوزې له اړوند سیمو، درې تنه د کندهار له دامان ولسوالۍ او دوه تنه نور د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې یو یې په میدان وردګو ولایت کې د حقاني شبکې غړی دی او له یو میل وسلې سره پولیسو نیولی دی.