هلمند کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۸:۵۸
ی

تېره ورځ د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژلي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو درې جسدونه د جګړې پر میدان پاتې شوي، پنځه پایې مخابرې او یو قبضه راکټ انداز یې هم د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې په یادو عملیاتو کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو انجینیرۍ ډلې ۱۳ کړۍ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.