کندز کې اته ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت د مرکز اړوند په زر خرید سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اته ترهګر طالبان وژلي او اوه نور یې له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
د دې ترڅنګ؛ د پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت د پلخمري ښار اړوند په بلاکونو او ملایانو کلي کې د ترهګرو طالبانو درې مرکزونه له منځه وړي او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.