بلخ او ننګرهار کې پنځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له یو میل وسلې او دوه کیلو ګرامو نشه يي توکو سره نیولي دي.
همداراز ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په اچین کې هم د عملیاتو پرمهال یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له څلور میله بېلابېلو وسلو او یو شمېر نورو نظامي تجهیزاتو سره نیولی دی.