د بغلان ولایت په بېلابېلو برخو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات په چټکۍ سره روان دي.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۳:۳۷
ب

د بغلان ولایت په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د بغلان – کندز او بغلان – بلخ پر لویو لارو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات په چټکۍ سره روان دي.
همداراز د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي ځواکونه چې له مرکز څخه د بغلان په لور روان وو، تېره شپه د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ او کېله ګي سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې د هوايي ځواک په مرسته یې ۳۵ ترهګر طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي ترڅو بغلان ته راغلې لویې لارې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړي او سړک د ترافیکو پرمخ پرانیزي.