بلخ او سرپل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او یو تن له ننګرهار څخه د جګړه ییزو توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۱۱:۳۸
ب

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په بلخ او سرپل ولایتونو کې د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
همداراز ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې د یو لړ عملیاتو په لړ کې یو کس د جګړه ییزو توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولی دی.