د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونیول شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۱:۲۱
لا

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د دوه کیلو ګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره نیولي دي.
یاد کسان داسې مهال ونیول شول، چې غوښتل یې نشه يي توکي هند ته قاچاق کړي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شول.