ننګرهار کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۱:۱۱
ز

د ننګرهار ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
آزاد شوی کس مینا ګل نومېږي او د اچین ولسوالۍ د مومند کلي اوسېدونکی دی، یاد کس څه موده دمخه د غني خېلو ولسوالۍ له اړوند سیمو تښول شوی و او په دور بابا ولسوالۍ کې ساتل کېده.
د تښتول شوي کس د معلوماتو تر لاسرسي وروسته د ننګرهار ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د خلاصون لپاره یې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې تېره ورځ یې آزاد کړ.