کونړ کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
نیول شوي کسان هر یو ادریس او عزیز الله نومېږي او د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.