هرات کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.
یاد کس څه موده دمخه د هرات ښار د لومړۍ حوزې په پُل رنګینه سیمه کې د انسان تښتوونکو له خوا د ښونځي پر لاره تښتول شوی و او د شپږمې حوزې په اړوند یوه استوګنیز کور کې ساتل کېده.
د تښتول شوي کس د خلاصون لپاره د ملي پولیسو کشفي عملیات پیل شول او په ترڅ کې یې نن سهار د هرات ښار د شپږمې حوزې له اړوند سیمو د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
انسان تښتوونکي د پولیسو تر رسېدنې مخکې له سیمې تښتېدلي، خو د نیولو په موخه یې د د پولیسو هڅې روانې دي.