هرات کې شپږ تنه د وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول.
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د شپږو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د هرات ښار د لومړۍ، اومې، اتمې او لسمې حوزو له اړوند سیمو د وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو عراده موټرسایکل، یو عراده غلا شوې واسطه او یو میل وسله د پولیسو لاسته ورغلي دي.