فاریاب کې ۱۸ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې څه موده دمخه یو لړ عملیات په لاره اچولي وو، چې تېره ورځ پای ته ورسېدل او په پایله کې یې په یاده ولسوالۍ کې ۱۸ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول.
د ګډو عملیاتو پرمهال لسګونه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څو کړۍ ماینونه چې د ترهګرو طالبانو لخوا د پشتونکوټ ولسوالۍ پر لاره ځای پر ځای شوي وو، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې کشف او شنډ شول.