کابل کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو د کابل ښار د دویمې، درېیمې، څلورمې، پنځمې، شپږمې، اومې او لسمې ناحیو او د بګرامي او پغمان ولسوالیو له اړوند سیمو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.