لغمان کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه او ملي اردو ځواکونه د لغمان ولایت د مرکز اړوند په پنج اباد سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د یادې نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر جګړه ییز توکي هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.