پولیسو پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو کس له ۱۰۴۰ قرصه تابلېت K سره د کابل ښار د څلورمې ناحیې له اړوند سیمې څخه نیولی.
په همدې حال کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو څلور تنه د نشه يي توکو پلورونکي د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د هرات ولایت د دویمې او لسمې ناحیو له اړوند سیمو له یو شمېر چرسو، هیرویینو او شیشه سره نیولي دي.