هلمند کې نهه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

افغان ګډو ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په کڅه او مهاجر بازار سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي، درې یې ټپیان او څلور نور یې ژوندي نیول شوي دي.
د عملیاتو په لړ کې د دښمن یو میل کلاشینکوف، یو قبضه راکټ، یو میل تفنګچه، دوه پایې مخابرې، یو عراده سراچه موټر او درې عرادې موټرسایکل د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.