د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د ازادولو په تړاو د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو ګډه اعلامیه!

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۹:۵۸

نن سه شنبه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له تصرفه ازاد کړې.
د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ له یو کال راهیسې د افغانستان د خلکو د دښمنانو په تصرف کې وه، چې په دې موده کې یې بېګناه خلک ګروګان نیولي او باج یې ترې اخیسته او ښوونځي یې تړلي وو.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به هغه سیمې چې د افغانستان د خلکو د هوساینې د دښمنانو تر واک لاندې دي، چاڼ کړي او د خپلو هېوادوالو د پرمختګ او ارام ژوند زمینه به برابره کړي.