کندهار کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ونیول شو.

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۰:۴۷
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر نیولی.
د ترهګرو طالبانو یاد ډلمشر ولي محمد نومېږي، چې د کندهار ولایت د دامان او ډنډ ولسوالیو لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی قومندان و.
ولي محمد د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د دامان ولسوالۍ اړوند په مرغان ګیچان کلي کې نیول شوی دی.