۱۶ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۶ تنه د نیمروز، فاریاب او کابل ولایتونو څخه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې ۱۱ تنه یې د نیمروز، درې تنه یې د فاریاب او دوه تنه نور یې د کابل ولایت له اړوند سیمو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو، هیرویینو، تریاکو او امفتامینو له ډوله کشف او ضبط شوي دي.