د ښځینه پولیسو د جلب او جذب په تړاو د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!

rahimzai_moi
ل

کورنیو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴ ټولګي او لېسانس ۲۵۰ فارغانې چې د ملي پولیسو لیکو ته لېواله وي، د مسلکي بنسټیزو زده کړو لپاره د ترکیې هېواد لنډمهاله کورسونو ته ولېږي.
د نوم لیکنې شرطونه:
* د تابعیت پېژندپاڼه
* د ښونځي او یا پوهنتون د فراغت سند
* د کورنۍ خوښه
* د ملي پولیسو لیکو ته د پیوستون او د دندو په ترسراوي ژمنتیا
* عمر یې له ۱۸ تر ۳۰ کلونو وي
* په جنايي جرمونو تورن نه وي
* بشپړه روغتیا ولري او په نشه يي توکو روږدي نه وي
اسانتیاوې:
* داوطلبانو ته د سفر ټولې اسانتیاوې او د زده کړې اسانتیاوې وړیا او د دولت پر غاړه دي.
* له فراغت وروسته د دندې په لړ کې ځانګړي مادي مرستې ورسره کېږي.

په شرایطو برابرې ښځینه داوطلبانې د شمولیت د فورمې د ترلاسه کولو لپاره کولای شي په مرکز کې د ملي پولیسو د جلب او جذب عمومي قومندانۍ ته چې د کابل ولایت سره د صدارت-ده افغانان ترمنځ څلور لاره کې موقعیت لري، مراجعه وکړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ.
د اړیکو شمېرې: 0202210186 – 0791205050
برېښنايي پته: Jamshid.Kohdamani@moi.gov.af

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

Back to announcements