ارزګان کې د ترهګرو طالبانو د وسلو یوه زېرمه کشف او ضبط شوه.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۹:۵۰
l

د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په مرکزي سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی له یو زیات شمېر سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره نیولی.
د دې ترڅنګ ملي پولیسو د ترهګرو طالبانو یو کانتینر کشف او ضبط کړی، چې پکې جنګي تسلېحات ساتل کېدل.
د جنګي تسلېحاتو په یاده زېرمه کې بېلابېلې سپکې او درنې وسلې او مهمات چې پکې زیکویک وسلې، ۸۲ او ۷۵ ملي متري توپونه، بېلابېل ډوله راکت اندازونه، لاسي بمونه، مخابرې، زرګونه ډزه د سپکو او درنو وسلو ګولۍ، البسه او نظامي تجهیزات شامل دي، د پولیسو لاسته ورغلي دي.
یاد کس د پولیسو په بند کې دی، چې لا زیاتې څېړنې ترې روانې دي.