لوګر کې د ترهګرو طالبانو د درېیو ډلمشرانو په ګډون ۱۲ ترهګر طالبان ووژل شول.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۹:۳۸
تېره شپه د لوګر ولایت د مرکز اړوند په خمنډو سیمه کې ترهګرو طالبانو د ملي پولیسو پر پوستو برید وکړ، چې په غبرګون کې يې ملي پولیسو د هوايي ځواکونو په مرسته عملیات ترسره کړي او په لړ کې یې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې د ترهګر طالبانو درې ډلمشران هر یو قاري حلیم مشهور په فاتح، قاري جواد مشهور په ځلاند او قاري حیران شامل وو.
یادو ترهګرو طالبانو لوګر کې د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهۍ کې لاس درلود.