هلمند کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی ونیول شو.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په جومند کلي کې شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی د آهوجان په نامه نیولی دی.
نیول شوی ترهګر په هلمند کې د ترهګریزو پېښو اصلي طراح او کلیدي غړی دی.