په نیمروز ولایت کې د ۱۵۵ کیلوګرامه نشه‌يي ګولیو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۲۷
sdfdsaf

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د هڅو په پایله کې، ۱۵۵ کیلوګرامه نشه‌يي ګولۍ چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوې وې او له پاکستانه دغه ولایت ته قاچاق کېدې، کشف او ضبط کړي دي.

د دغې پېښې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي، چې د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.