د کورنیو چارو وزیر د هېواد څلورو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مخورو او ولسي خلکو سره ولیدل

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۲
asdfasdf

د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو، مجاهدینو، علماوو، قومي مخورو او ولسي وګړو سره ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او د نظام د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.

قدرمن خلیفه صاحب د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې د څه باندې ۴۰۰ تنو فارغینو په مراسمو کې ګډون وکړ او د ګیلان ولسوالۍ په بهبود کلي کې یې له قومي مخورو سره ولیدل. نوموړي همداراز د یوه ښوونځي او دارالایتام لیدنه وکړه او د زده‌کړو او روزنې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

نوموړي د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې له مجاهدینو، قومي مخورو او ولسي وګړو خلکو د لیدنې پر مهال د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره پر مثبت فکر، رغنده تعامل او ګډو هڅو ټینګار وکړ. همداراز یې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسؤلینو سره د اداري، امنیتي او خدماتي چارو په اړه خبرې وکړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د مسؤلیتونو د سم ادا کولو او د نظام د پیاوړتیا په اړه یې لارښوونې وکړې.

د سفر په دوام، د کورنیو چارو وزیر په پکتیکا ولایت کې له معلولینو سره هم ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړي په پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې هم له سیمه‌ییزو خلکو سره ولیدل او د وفات شویو د کورنیو د غړو په فاتحه‌ کې یې ګډون وکړ.

قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني د سفر د پړاوونو له بشپړولو وروسته بېرته کابل ته راستون شو.