په درېیو ولایتونو کې د ناقانونه کیندنو او غلاوو په تړاو ۱۹ تنه نیول شوي او یو شمېر مهمات کشف شوي دي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
شسیبشسیب

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې، د نیمروز، بادغیس او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې د تاریخي اثارو د ناقانونه کیندنو او غلاوو په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي.

د معلوماتو له مخې، د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې  شپږ تنه د تاریخي اثارو د ناقانونه کیندنو  او درې تنه د ۴ موټرسایکلونو د غلا په تړاو؛ پنځه تنه په بادغیس کې د تاریخي اثارو د ناقانونه کیندنو او یو تن د دوو موټرو د غلا په تړاو، او په غزني کې دوه تنه د ناقانونه کیندنو او دوه تنه د غلا په تړاو نیول شوي دي.

همداراز، د غور ولایت امنیی قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ۳۰۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ او یو شمېر نور جنګي مهمات کشف او ضبط کړي دي.