د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د اور وژنې ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې د ۱۵ میلیونه افغانیو د مالي زیان مخه ونیوله

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
ةيژية

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لیلام په یوه سرای کې د برېښنا د شارټۍ له امله اورلګېدنه رامنځته شوه، چې د پېښې د خبر تر ترلاسه کولو وروسته د شیرخان بندر د اور وژنې آمریت ځواکونه په چټکۍ سیمې ته ورسېدل او اور یې مهار کړ.

د اور وژنې ځواکونو د دوو اور وژونکو موټرو او ۱۵ تنو منسوبینو په ګډون، د اور د مهارولو او د خلکو د سر او مال د ساتنې په موخه چټک او بریالی عملیات ترسره کړل.

د اور وژنې ځواکونو د پر وخت اقدام په پایله کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالي زیان مخه ونیول شوه.