د اسلام‌کلا او شیرخان بندر په ګمرکونو کې د ۱۶۸ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
طزظرطظزر

د اسلام‌کلا ګمرک کشفي منسوبینو د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې یو تن هغه مهال پېژندلی او نیولی، چې غوښتل یې ۱۵۰ زره امریکایي ډالر په قاچاقي او پټه توګه ایران ته ولېږدوي.

همداراز، د شیرخان بندر ګمرک کشفي منسوبینو په یوه جلا پېښه کې یو بل تن هغه مهال نیولی، چې غوښتل یې ۱۸ زره امریکایي ډالر په قاچاقي توګه تاجکستان ته ولېږدوي.

په ټولیز ډول، د ۱۶۸ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې او نیول شوي کسان د نورو څېړنو په موخه اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.