کونړ کې د ۴۰ موټرو تورې ښیښې سپینې او اضافي انتنونه او لېزري څراغونه ترې لرې شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
سیبب

د کونړ ولایت امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمد سلیم مخلص وایي، د دغه ولایت په مرکز کې ګډو ځواکونو د ناقانونه ترافیکي وسایلو د کارونې مخنیوي او نظم د ټینګښت په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې د ۴۰ موټرو تورې ښیښې سپینې شوې او د یو شمېر نورو وسایطو اضافي انتنونه او لېزري څراغونه لرې شوي دي.