بدخشان او تخار ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکو کشف او ضبط

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۱۴
sadfsaf

د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۸۳ کیلوګرامه نشه‌یي توکو سره دوه تنه او د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۷۹ کیلوګرامه نشه‌یي توکو سره یو بل تن نیولي دي.

نیول شوي کسان به د شرطې ځواکونو له لوري د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.