د پکتیکا په دارالایتام کې پر ۴۵۰ یتیمو ماشومانو د ښوونځي بکسونه ووېشل شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۲
asdfafds

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس، الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د ولسي شرطې ۱۱۹ ریاست له رئیس، ملا عبدالنافع ټکور، مل پلاوي او د پکتیکا ولایت له امنیه قوماندان سره یوځای د دغه ولایت له دارالایتام څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یتیمو ماشومانو د زده‌کړو د ملاتړ او هڅونې په موخه پر ۴۵۰ ماشومانو د ښوونځي بکسونه او ډالۍ ووېشل شوې.

الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده د ماشومانو د پالنې او زده‌کړو پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د یتیمو ماشومانو پالنه، روزنه او ښوونه د نظام او مسئولینو ګډ مسئولیت دی او باید په ټولو برخو کې ورته پاملرنه وشي.

بلخوا، د پکتیکا امنیه قوماندان، الحاج قاري امین الله طیب، له ماشومانو وغوښتل چې په زده‌کړو کې زیار وباسي او د علم او پوهې له لارې د هېواد د پرمختګ لپاره چمتو شي.