غور او سمنګان ولایتونو کې له ۲۰۰ څخه ډېرو اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۱
sdfsf

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت د هغو ۱۲۶ اړمنو او سوالګرو کورنیو هرې یوې ته ۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې تر دې وړاندې د یوې موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې.

بل لور ته، په سمنګان ولایت کې هم د مستحقو پېژندل شویو ۱۱۳ کورنیو هرې یوې ته ۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.