د کابل په باګرامیو ولسوالۍ کې دوه تنه د وسله والې غلا په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د بګرامۍ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو دوه تنه د غلا د ترسره کولو پر مهال نیولي دي. یادو کسانو د ریکشا یو چلوونکی په چل ول بل ځای ته بیولی او په برچه یې ترې مبایل او نغدې پیسې اخیستې وې. دغه کسان د امنیتي ګزمې پر مهال نیول شوي دي.
نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.